د متانت خصوصې لوړو زده کړوموسسې علمي کادري بستونه

Publish Date
Closing Date
د متانت خصوصې لوړو زده کړوموسسه د۱۴۰۱ لمريز کال د لومړي ځل له پاره په لاندې برخو کې علمی کادري بستونو ته اړتیا لري.
د حقوقو پوهنځی:
د ادارې او دیپلوماسي څانګه (۴) بست
د قضا او څارنوالي څانګه (۴) بست
د ښووني او روزني پوهنځی:
د بیولوژي څانګه (۴)بست
د ازبیکي څانګه (۴)بست
د کیمیا څانګه (۴)بست
د ریاضي څانګه (۴)بست
داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۱ لمريز کال د وری (حمل) له (۲۶) مې نېټې د ۱۴۰۱ لمريز کال د غویی (ثور) تر(۷) مې نېټې پورې یادو بستونو ته د علمي کادر له پاره د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره يې دې اړوندې موسسې ته وسپاري.