د جوزجان پوهنتون علمي کادر بست خبرتیا

Publish Date
Closing Date
Location
جوزجان
د جوزجان پوهنتون په ۱۴۰۰ کال کې د لومړي ځل لپاره په لاندې څانګه کې د دوکتور، ماسټر او لېسانس په کچه نوي علمي کادر ته اړتیا لري:
پوهنځی: حقوق
ډیپارټمنټ: خصوصي حقوق، یو بست
داوطلبان دې د ۱۴۰۰ کال د زمري له (۵مې) تر (۲۵مې) نېټې پورې په علمي کادر کې د شمولیت غوښتنپاڼه، د نومرو اصل ټرانسکرېپټ، د لوړو زده کړو وزارت له وېبپاڼې څخه د دغې خبرتیا کاپي او د خپلې پېژندپاڼې له کاپي سره یوځای اړوند پوهنتون ته وسپاري.