د پولي تخنیک کابل پوهنتون علمي کادر بست خبرتیا!

Closing Date
پوليتخنیک کابل پوهنتون د پنځم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۰۳هـ.ش کال لپاره د دوکتورا ، ماسټرۍ او لیسانس په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د کمپیوتر ساینس پوهنځی؛
د انجینری شبکه ډیپارټمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۲/۶/۱۴۰۳ هـ.ش څخه تر ۲۲/۶/۱۴۰۳هـ.ش پورې یاد علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.