د لېسانس او فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه د مصر هېواد د تحصیلي بورس خبرتیا

Due
-
د مصر هېواد د تحصیلي بورسونو خبر ورکړی چې ۴ یې د لېسانس په کچه او ۸ نور یې د فوق لېسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) په کچه دي. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام د لارښوونې سره سم په عمومي توګه اعلانېږي.
د بورس شرطونه او د اړتیا وړ سندونه:
1. د لېسانس دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه باید د ۷۰ څخه لوړه وي؛ (د ښوونځي د شهادتپاڼې اصلي سند درلودل اړین دي)
2. د فوق لېسانس دورې لپاره د نوماند د نومرو سلنه باید د ۶۸ څخه لوړه وي؛ (د تحصیلي اصلي سند درلودل اړین دي)
3. د لېسانس دورې لپاره د نوماند د فراغت کال باید د ۱۳۹۷-۱۳۹۹ پورې وي.
4. د تابعیت پېژندپاڼه او د زېږون کارت
5. د الوتکې ټکټ او د تګ او راتګ لګښت د زدکړیال په غاړه دی.
6. زدکړیال ته په میاشت کې یو سلو اویا مصري پونډه چې ( ۱۲$) امرکایي ډالره کېږي، د بدل اعاشې لپاره ورکول کېږي او زدکړیال د تحصیلي دورې په بهیر کې د لېسانس په دوره کې (۳۰$) دېرش امریکایي ډالر او د ماسټرۍ په دوره کې (۵۰$) پنځوس امریکایي ډالر په ورکولو سره د لیلیې څخه د ګټې اخیستنې حق لري.
7. د مصر په پوهنتونونو کې د منلو لپاره اړین سندونه عبارت دی له: د شهادتپاڼې اصل، د پاسپورت کاپي د زېږون سند کاپي د مصر عربي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت د وېبپاڼې له لارې چې په لاندې ډول دي: https://admission.study-in-egypt.gov.eg واستول شي. د یادونې وړ ده چې په مصر کې د نوماندانو د تحصیلي سندونو د ژباړې، تائید او معادله (۲۰۰۰) دوه زره مصري پونډه چې شاوخوا (۱۳۰$) یو سلو دېرش امریکایي ډالره لګښت کېږي چې په خپله د نوماند په غاړه دي.
8. د نوماند سندونه باید له ۱۵/۵/۲۰۲۱ نیټې څخه مخکې په یاد شوې وېبپاڼه کې راجسټر شي. د نوماندانو هر ډول سند وروسته له یادې شوي نېټې څخه د منلو وړ نه دي؛
9. لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په وروستیو کې یې د دوولسم شهادتپاڼه، یانې د ۲۰۲۰ کال شهادتپاڼه ولري؛
10. د پاسپورت کاپي
11. د انجنیرۍ او محاسبې پوهنځیو لپاره، د پوهنځي د څلور کلنو نومرو ټرانسکرېپټ، د فارغ التحصیلۍ طرحې یا مونوګراف یوه نسخه کاپي
هغه اړین ټکې چې باید جدي پاملرنه ورته وشي:
• هغه کسان چې د لېسانس لپاره ورپېژندل کېږي باید ښوونځي د نومرو سلنه یې د ۶۸ سلنې څخه لوړ وي، همدارنګه هغه زدکړیال چې د ماسټرۍ په لومړنۍ پړاو کې ناکام شي، بیاځلي د نوملیکنې حق نه لري او نه شي کولی د ماسټرۍ په مرحله کې شامل شي.
• د امنیتې وضعیت او د مصر او ایران تر منځ خرابو اړیکو په پام کې نیولو سره د نوماند شهادتپاڼه باید د ایران اسلامي جمهوریت څخه نه وي، د ایران د ناسمو اړیکو له امله چې د مصر امنیت سره یې لري د ایران فارغانو سندونه نه منل کېږي.
• نوماندان باید د پاکستان له دیني مدرسو څخه لکه (وفاق المدرس او نورو) شهادتپاڼه ونه لري.
د یادونې وړ ده چې د فوق لېسانس لپاره په لومړي پړاو کې باید د نوماند سندونه د مصر پوهنتونونو د مقرراتو سره سم د https://equ.scu.eg ویبپانې له لارې معادلې ته وړاندې شي او د معادلې پروسه له دوو څخه تر شپږو میاشتو پورې وخت نیسې او شاوخوا ۲۰۰ امریکایي ډالر لګښت لري چې د نوماند په غاړه دي.
غوښتونکي کولی شي چې تر ۶/۶/۱۴۰۰ نېټې پورې چې د ۲۸/۸/۲۰۲۱ نېټې سره سمون لري نوملیکنه وکړي او د بورس د پای نېټې څخه مخکې کولی شي د لوړو زده کړو وزارت د عمومي منښت ۲۱ شمېرې غرفې څخه د اړتیا وړ فورمونه لاسته راوړې او تر ډکولو وروسته بېرته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې که چېرې د غوښتونکو شمېر د یادو شویو بورسونو له شمېر څخه ډېر وي، نو یو کس وړ نوماند به د ښوونځي او پوهنتون د لوړې نومرې د سلنې په پام کې نیولو سره وټاکل شي.