د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د انګلیسي ژبې درې میاشتنی او د مدیریت ۱۵ ورځنی روزنیز ورکشاپونه، چې د یاد وزارت د بشري سرچینو ریاست له خوا په لاره اچول شوی و، ګډونوالو ته یې د تصدیقونو په ورکړې سره پای ته ورسېدل.

ameen_admin
Tue, Apr 18 2023 6:09 AM
fdssdfdsffdssfds

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د دغه وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپونو او روزنیزو پروګرامونو پر دوام د وزارت د مرکزي ادارو کارمندانو ته د انګلیسي ژبې درې میاشتنی روزنیز پروګرام او د محصلانو د خدماتو او د وزارت مرکز د څلورو دویمي واحدونو کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد.
د دغو پروګرامونو د پای په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مفتي عبدالکریم امیري په ټولنه کې د ژبې د زده کړې په اغېزمنتوب او ارزښت خبرې وکړې او په دې برخه کې د د کارمندانو له حضور او لېوالتیا او همدارنګه د یاد ریاست د روزنې ظرفیت لوړونې آمریت له هڅو مننه وکړه.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو د روزنې او ظرفیت لوړونې آمر عبیدالله مولايي د دغو پروګرامونو په اهمیت خبرې وکړې او له ټولو ګډونوالو یې وغوښتل، چې هغه څه چې زده کړي یې دي په خپلو ورځنيو اداري چارو کې عملي او د غوره خدماتو برابرولو په موخه ترې ګټه پورته کړي.

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS