د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې افغانستان لپاره د یوناما له سرپرست او مسؤلینو سره د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د همکاریو په موخه وکتل. 

nasir_admin
Sat, Jan 07 2023 4:55 PM
Ihgfffvghhkojpl

 

د یادې لیدنې پرمهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب افغانستان لپاره د یوناما سرپرست (مارکس پوتزل) او ورسره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د ا.ا.ا او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت په زده کړیز چوکاټ کې د افغانانو حقوقو ته ژمن دی او په دې هڅه کې دی، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په خوندیتوب سره د هېوادوالو د پرمختګ او ښه والي لپاره کار وکړي.

سرپرست وزیر همداراز زیاته کړه، چې د ا.ا.ا مخالفین د لوړو زده کړو په اډانه او په ټوله کې په نظام کې د اسلامي اموراتو په پلي کېدو نیوکه کوي او د خپلو ناوړه اهدافو ترسراوي لپاره ترې د استدلال په توګه ګټه اخلي او مونږ اړ یو ترڅو دوی ته د نیوکې ځای پاتې نشي او ترڅنګ یې د هغو افغانانو هیله پوره کړو، چې د اسلامي نظام حاکمیت او په هېواد کې د شرعي احکامو پلې کولو په موخه یې قربانۍ ورکړي دي.

هغه همدارنګه وویل، چې افغانستان ته د افغانانو په قربانیو یو خپلواک اسلامي نظام راغلی او د اسلامي اساساتو پر خلاف به د هېچا غوښتنې د فشار په ډول ونه مني.

د لوړو زده کړو سرپرست شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د افغانستان لپاره د یوناما سرپرست سره په خبرو کې ورستیو پرېکړو ته په اشارې سره وویل « د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت د ښځو د زده کړو د مطلق بندېدو پرېکړه نه ده کړې؛ بلکې د دخارجي عواملو په وجه یی ځنډولي دي، مونږ په دې هڅه کې یو، چې روان ستونزو ته د شريعت مقدسه په رڼا کې حل لاره پېدا کړو .» 

افغانستان لپاره د یوناما سرپرست مارکس پوتزل له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ یادونه یې وکړه، چې د هر هېواد لوړې زده کړې د هماغه هېواد په اقتصادي وضیعت مستقیم اغېز لري. دغه راز نوموړي د افغانستان د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او د ښځينه وو د زده کړو په اړه یې خپله طرحه د لوړ وزده کړو له سرپرست وزیر سره شریکه کړه. 

نېټه: شنبه

 ۱۴۴۴/۶/۱۴هـ.ق ۱۴۰۱/۱۰/۱۷هـ.ش ۲۰۲۳/۱/۷م

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS