د لوړو زده کړو په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو د تشخيص د بهير د چټکتيا له پاره غونډه وشوه

baqir_admin
Tue, Dec 01 2020 10:07 AM
ل

د هېواد تحصيلي بنسټونو طرحو شريکولو او د لوړو زده کړو وزارت په سکټور کې د پانګونې د فرصتونو تشخيص د بهير چټکتيا له پاره غونډه وشوه.

یاده غونډه کې چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه؛ د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین رییس پوهنيار مبارز، له هغو بنسټونو څخه چې د دې وزارت په پوښتنپاڼه کې يې ځواب ورکړی مننه وکړه او د هېواد له ټولو تحصيلي بنسټونو يې وغوښتل چې ژر تر ژره په دې اړه خپلې طرحې او غوښتنې له لوړو زده کړو وزارت سره شريکې کړي څو تر هغه وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ د پانګونې د اسانتیا له ادارې سره شريکې شي.

د پوهنيار مبارز په وينا؛ د دې بهیر چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې له لوري پر مخ وړل کېږي د ترسره کولو موخه، د کاري فرصتونو رامنځ ته کول، د دولت د عوايدو لوړول او د سوداګرۍ د پراختيا تر څنګ، په خصوصي سکټور کې د پانګونې د فرصتونو جوړول او د دوی د ستونزو اوارول دي.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS