په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

naser_admin
Tue, Sep 02 2025 11:00 AM
5345312331312

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو زده کړو وزارتونو یو شمېر رئیس صاحبانو، د ولایتي ادارو مسؤلینو، د پوهنتونونو رهبري پلاوي، استادانو او څېړونکو ګډون کړی و. 

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دې ډول کنفرانسونو موخه امارتي ادارو ته د سالمو مشورو ورکول او د افغانستان ځانبسیاینه یاده کړه او ویې ویل چې دا ډول کنفرانسونه باید ډېر او علمي برخه یې پیاوړی شي. 

محترم شیخ صاحب وویل چې اسلامي امارت د صنعتي کېدو پر لور روان دی او د پوهنتونونو له استادانو یې وغوښتل چې د دې برخې لپاره مسلکي انساني ځواک وروزي. دغه راز زیاته یې کړه چې تېر اشغال نه په افغانستان کې کوم بنیادي کار کړی او نه یې کوم پرمختګ رامنځ ته کړی، بلکې د افغانستان مخکینۍ پانګې یې هم له منځه وړي دي. 

همدارنګه د صنعت او سوداګرۍ وزير الحاج نورالدين عزيزي په یاده غونډه کې وویل چې پخوا په افغانستان کې شاوخوا ۴زره فابریکې فعالې وې، چې اوسمهال شاوخوا ۶زرو ته رسیږي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر زیاته کړه چې اسلامي امارت د تجارانو او صنعت کارانو لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي دي، چې په دې لړ کې د امیرالمؤمنین حفظه الله په امر یو سل او شپېته زره جریبه ځمکه ورته وېشل شوې ده. 

دغه راز په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د کاپیسا ولایت مرستیال والي شيخ اسدالله سنان، د البیروني پوهنتون رئیس مفتي وقایت الله وقار حنفي او نورو ویناوالو د یاد کنفرانس پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې. 

د دغه کنفرانس موخه د صنعتي انقلاب مفاهيمو پېژندنه او په افغانستان کې د دوامداره پرمختیا پر بهير يې اغېزې، د امارت او خصوصي سکټور او علمي نهادونو تر منځ د همکارۍ رامنځ ته کول، د دوامداره پرمختیا اړوند فرصتونو او ننګونو تشریح او د افغانستان د نوي اقتصادي جریان سره یو ځای کېدل، د اقتصادي، ټولنیزو چاپېريالي او نورو برخو د پرمختیا لپاره د نویو ټکنالوژیو څخه د غوره ګټې اخيستنې لپاره علمي او عملي لارې چارې وړاندې كول دي.

د یادونې وړ ده چې دغه کنفرانس ته ۷۳ مقالې رالېږل شوي، چې ۵۱ هغه به یې د څېړونکو له لوري د کنفرانس په دریو ورځو کې وړاندې شي. 
نېټه: سه شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د ربیع الال ۹مه
۱۴۰۴هـ.ش، د سنبلې ۱۱مه
۲۰۲۵م، سپټمبر ۲مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS