عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی نن ورځ د کندهار پوهنتون څخه د لیدنې ترڅنک د یاد پوهنتون رهبري، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ته په یوه لویه غونډه کې وینا وکړه

naser_admin
Wed, Feb 12 2025 4:42 PM
Dghikkhfg

 

د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی ورعاه نن ورځ وروسته له غرمې د کندهار پوهنتون څخه لیدنه وکړه او په لومړي ځل یې د پوهنتون له رهبري غړو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو سره د لیدنې ترڅنګ هغوی ته هر اړخیزه وینا وکړه.

 

 عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په پېل کې د علم پر ارزښت او د دیني او عصري زده کړو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او استادانو او محصلانو ته یې لارښوونه وکړه، چې دواړه علوم په اخلاص سره زده کړئ، خپل نیت یوازي د الله تعالی د رضا له پاره وساتئ او د خپل علم په مرسته دین او خلکو ته ګټه ورسوئ.

 

هغه همداراز استادانو او محصلانو ته په خطاب کې وويل: «ګورئ استادانو او محصلانو، تاسو هم دیني او هم دنیوي زده کړې وکړئ، نیت مو یوازې د دین خدمت وګرځوئ؛ ځکه چې په ټولنه کې تاسو ډېر قدر لرئ، ټولنه د مدرسې، مکتب او پوهنتون طالب‌ العلمانو ته په ‌‌‌ډېره درنه سترګه ګوري او تاسو ته د خدمت هیله لري؛ په دې هېواد کې په څو واره کفار راغلي او شکست یې خوړلی؛ خو اوس الحمدلله افغانستان د اسلامي او آزاد نظام په رڼا کې پرمختګ کوي ».

 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی همدارنګه زیاته کړه «له تاسو څخه مو غوښتنه ده، چې د خپل هېواد د شهیدانو، مبارزینو او قهرمانانو تاریخونه ولیکئ او په نړیواله کچه یې معرفي کړئ؛ ځکه مجاهدینو په سختو حالاتو کې د الله تعالی په نصرت سره دا هېواد ازاد کړ او اوس ستاسو وار دی، چې د خپل علم او پوهي پر مټ  افغانستان په نړۍ کې سیال کړئ او دومره زحمت وګالئ، چې بهرنيان دلته راشي، ستاسو څخه زده کړه وکړي او د خپل علم په مرسته پر نړۍ حکمراني وکړئ».

 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او هر یو له تاسو څخه په دې نظام کې ځانګړی ځای لري، هغه همدا شان وویل چې افغانستان اسلامي امارت تاسو ته د خیر اراده لري؛ مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه او حمايه پر موږ لازمه ده.

 

محترم امیرالمؤمنین حفظه الله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د علم پرمختګ لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي او موږ د لوړو زده کړو وزارت ته ویلي؛ که په هر قیمت بهرني استاد دلته راځي او د افغانستان په پوهنتونو کې استادي کوي؛ ور یې کړئ، خو د هېواد ځوانان په مسلکي ډول وروزئ. هغه د غونډې ګډونوالو ته وویل، چې تاسو علمي خلک یاست، د دې هېواد پرمختګ، یووالي او اتحاد له پاره کار وکړئ او د خپل ملت خدمت په رښتني ډول ترسره کړئ.

 

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، چې هر فرمان یې د علماء کرامو په مشوره، د قرآن او حديثو څخه اخيستل شوی او د خدای تعالی اوامر دي.

 

د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د کندهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه چې ګڼ شمېر محصلین، استادان، او د دغه پوهنتون کارکوونکي، یې ګډون وال وو.

 

 

 نېټه: چهارشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان ۱۳مه

۱۴۰۳ هـ.ش، د سلواغې ۲۴مه

 ۲۰۲۵ م، د فبروري ۱۲مه

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS