د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د ازبیکستان هېواد له سفیر سره وکتل.

eshaq_admin
Mon, Jun 10 2024 5:15 AM
fhfgfg

په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ازبیکستان هېواد له سفیر سره په یاد هېواد کې د افغان محصلینو د ستونزو پر حل، افغان محصلینو ته د بورسونو ورکړې او پر دوه اړخیزو علمي اړیکو خبرې وکړې. 
نوموړي په تحصیلي ډګر کې له افغانستان سره د ازبیکستان هېواد له همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو دیني، ژبنیو او کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، پر دوه اړخیزو علمي او اکاډمیکو همکاریو ټینګار وکړ. 
دغه راز په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر یاد ګار خواجه شادمانوف وویل چې اوسمهال ۴۳ افغان محصلین په ازبیکستان کې په زده کړو بوخت دي. نوموړي په روان کال کې افغانستان ته په بېلا بېلو پوهنځيو کې د لېسانس په کچه د ۵۰ تحصیلي بورسونو د ورکړې خبر ورکړ او له افغانستان سره یې دوه اړخیزو علمي همکاریو ته تیاری وښود.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS