د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د امام ابو حنیفه رحمة الله علیه جامعې د دوره حدیث او حافظانو د ۲۹مې دورې دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.

ameen_admin
سبت, ديسمبر 23 2023 11:03 صباحا
xzkjhcxkjzxjkc


په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم یادو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او په اسلامي ټولنه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د علماوو او فاضلانو پر مسوولیتونو او مکلفیتونو یې خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه: «علماء په هر وخت او هر ځای کې ځینې مکلفیتونه لري. په اوسنیو حالاتو کې چې د دین او ولس دښمنان له هرې خوا د افغانستان پر ضد دسیسې جوړوي، علماء کرام دنده لري چې له خپل هېواد، دین، عقایدو او ملي ارزښتونو څخه دفاع وکړي او ولس ته سمه لاره وښيي.»
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست همداراز وویل چې د افغانستان اسلامي امارت د ساینسي او علمي مرکزونو پیاوړتیا ته ژمن دی او د مدرسو او پوهنتونونو د چارو د تنظیم لپاره پلانونه لري چې ګام په ګام به عملي شي. هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به فاضلانو، مفتیانو او طلبا کرامو ته چې په کومه څانګه کې یې زده کړې کړي وي؛ له ازموينې وروسته علمي اسناد ورکول کېږي.
دغه راز په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوى درستيز قاري فصيح الدين فطرت هم د ازادۍ په لاره کې د علماوو پر رول او خلکو ته د سمې لارې ښوولو په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د هېواد په هر ګوټ کې علماوو او دیني مدارسو ته پاملرنه شوې ده او د دستاربندۍ محفلونه جوړیږي چې دا د افغانانو د جهاد پایله ده.
دغه راز په دې غونډه کې نورو ويناوالو د علم او پوهې په فضيلت، د نړۍ د مسلمانانو د يووالي په اړه خبرې وکړې او د هېواد ځوانان يې د ديني او معاصرو علومو زده کړې او ترلاسه کولو ته وهڅول.
د يادونې وړ ده چې له امام ابو حنیفه رحمة الله علیه جامعې څخه د دوره حدیث او حافظانو د ۲۹مې دورې دستاربندۍ کې ۱۴۰ تنه فارغ او ټولنې ته وړاندې شول.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS