د کابل پولی تخنیک پوهنتون علمي کادري بستونو اعلان !

Closing Date
د کابل پولی تخنیک پوهنتون د( دوییم ځل) لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا اویا ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د الکترومیخانیک پوهنځی:
د تطبیقي او نظري میخانیک ډیپارتمنټ (۱) بست.
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۸/۲/۱۴۴۴هـ ق څخه تر۲۷/۲/۱۴۴۴هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده مؤسسه ته وسپاري.