د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په مشرۍ جوړ شوی ورکشاپ د ټولو معیارونو په تشریح کولو...

Akmal_admin
خميس, يناير 27 2022 9:47 صباحا
asa

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۷مه
د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په مشرۍ جوړ شوی ورکشاپ د ټولو معیارونو په تشریح کولو سره  پای ته ورسید.
 د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست له لوري په ننګرهار پوهنتون کې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد، چې د ننګرهار پوهنتون سربېره د ختیځو ولایتونو د دولتي او خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو مسؤلینو هم ګډون پکې کړی و.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي له ګډونوالو وغوښتل چې، په خپلو پوهنتونو کې اداري او تدریسي کارکوونکو ته د پوهاوي سمینارونه جوړ کړي او د معیارونو عملي کېدو لپاره باید جدي هڅې وشي.
نوموړي دا هم وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت رهبري د تحصیلي موسساتو د کیفیت ښه والي او معیاري کېدو په برخه کې په پوره ژمنتیا او جدیت ګامونه اخلي.
ښاغلي وحیدي وویل، چې له اوسنیو ستونزمنو او بحراني حالاتو څخه د هېواد د رایستلو لپاره علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا ده او د هېواد د پرمختګ لپاره باکیفیته او معیاري پوهنتونونو ته اړتیا ده. 
دغه راز د ننګرهار پوهنتون علمي چارو مرستیال احسان الله ناصح او د الفلاح پوهنتون علمي چارو معاون خبرې وکړې. یادو ګډونوالو د لوړو زده کړو وزارت او په ځانګړې توګه د تضمین کیفت ریاست دا ډول فعالیتونو ترسره کول وستایل او ډاډ یې څرګند کړ چې تشریح شوي معیارونه به په خپلو پوهنتونو کې عملي کوي.
ددې ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو رئیس شاکر وحیدي د ختیځ زون له (ننګرهار، لغمان او  کونړ) دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړه، چې مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې او د هغوی ستونزې یې واورېدې، چې د حل کېدو ډاډ یې ورکړل شو.
 د  ورکشاپ په پای کې ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS