د کابل پوهنتون له لوري د «چاپېریالي مدیریت او تلپاتې پرمختګ» په نامه علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سره شو.

Akmal_admin
ثلاثاء, يناير 25 2022 11:01 صباحا
د کابل پوهنتون له لوري د «چاپېریالي مدیریت او تلپاتې پرمختګ» په نامه علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سره شو.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۴مه
د کابل پوهنتون له لوري د «چاپېریالي مدیریت او تلپاتې پرمختګ» په نامه علمي ـ څېړنیز کنفرانس تر سره شو.
په دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیر خواه د نبوي احادیثو په رڼا کې د چاپېریال ساتنې، بوټو او اوبو ارزښت ته په اشارې سره وویل، چې د چاپېریال پاک ساتل د ټولنې د هر فرد دنده ده. نوموړي د کابل پوهنتون چاپېریال ساتنې پوهنځي له دغې نوښت څخه مننه وکړه او د دا ډول علمي کنفرانسونو د جوړولو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. 
وروسته د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیر وویل، چې الله تعالی په دنیا کې هر څه اړتیا ته په کتو او پخپله کچه پیداکړي، خو د انسانانو د ناسمې کارونې له امله زیانمن شوي دي. دوکتور اسامه عزیز زیاته کړه، چې له دا ډول څېړنیزو کنفرانسونو څخه مو موخه د ټولنې د ستونزو حل دی. 
د یادولو وړ ده، چې یاد علمي ـ څېړنیز کنفرانس د کابل پوهنتون چاپېریال ساتنې پوهنځي په نوښت جوړ شوی و، چې پکې د یادې پوهنځي د رییس پوهندوی محمد داود شیرزاد په ګډون 8 تنو استادانو خپلې څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS