د لوړو زده کړو (HEMIS) معلوماتي سیسټم څخه د ګټې اخیستنې لارښود پروګرام پیل شو

baqir_admin
أحد, يوليو 04 2021 9:22 صباحا
ل

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د ډیپارټمنټونو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو له معلوماتو سیستم څخه د ګټې اخیستنې روزنیز پروګرام جوړ کړ.

په دغه پروګرام کې چې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او معلوماتي ټکنالوژۍ په تخنیکي همکارۍ د الکترونیکي زده کړو د کمېټې په مټ ترسره شو، د یاد پوهنتون، د علمي او محصلانو چارو مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، د ډیپارټمنټونو آمرانو، استادانو، تدریسې عمومي مدیرانو او د ډیپارټمنټونو اجراییه مدیرانو ګډون درلود.

په پیل کې د غزني پوهنتون د الکترونیکي زده کړو د کمېټې مسؤل پوهنیار محمد عالم انوري د یادې کمېټې د کړنو او پروګرامونو په اړه وینا وکړه. ورپسې د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد رضا صالحي د یاد سیستم په اړه خپل چمتو کړی پرېزنټېشن ګډونوالو ته وړاندې کړ او اړوندې برخې یې تشرېح کړې. وروسته حفیظ الرحمن شهیدخیل د محصلانو چارو آمر او د یاد سیستم مسؤل خپل د ګډون راپور چې مخکې په کندهار پوهنتون کې جوړ شوی و، حاضرینو ته وړاندې کړ او پوښتنې یې ځواب کړې.

په پای کې معلوماتي سیستم په عملي ډول د پروګرام ګډونوالو ته تشرېح شو او پوښتنې یې ځواب شوې.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS