د عبدالله بن مسعود رضیاللهعنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره د فاضلانو د شمولیت ازموینه واخیستل شوه.
د عبدالله بن مسعود رضیاللهعنه جامعې د افتاء او قضاء تخصص لپاره تحریري ازموینه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست او د یادې جامعې له لوري په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.
د ازموینې په پرانیسته کې د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي رئیس مولوي اسدالله فرید او د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې رئیس مفتي احسان الله احسان د یادې ازموینې د پروسې په اړه خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د پوره روڼتیا ډاډ ورکړ.
د عبدالله بن مسعود رضیاللهعنه جامعه په خپل افتاء او قضاء څانګه کې د ۶۰ تنو فاضلانو د جذب ظرفیت لري خو ۳۰۲ تنو داوطلبانو ورته نوملیکنه کړې وه.
د لوړو زده کړو وزارت مسؤلینو په وینا، د افتاء او قضاء تخصصات دوه کاله لوستل کېږي او هغه کسان پکې د شاملېدو حق لري چې له عالمیې مرحلې فارغ وي.
د یادونې وړ ده چې په تحریري ازموینه کې له بریالیو کسانو به تقریري ازموینه هم اخیستل کېږي.
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۵هـ.ق د شوال ۱۵مه
۱۴۰۳هـ.ش د ثور ۵مه
۲۰۲۴م د اپریل ۲۴مه