په پام کې ده چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د هېواد د تحصیلي بنسټونو استادانو او محصلینو اسانه لاسرسي په موخه، د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم شرکت رسمي نماینده ګۍ جوړې شي.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۱:۵۵
tsdgfdsfge

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه شرکت له استازو سره په کتنه کې د هېواد په تحصیلي بنسټونو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت د نماینده ګیو له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او دا یې د لوړ کیفیت او ارزانه مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د استادانو او محصلینو د اسانه لاسرسي په برخه کې ګټور ګام وباله.
هغه وویل، لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې محصلینو او استادانو د علمي او تدریسي فعالیتونو د پراختیا او د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته د اسانه لاسرسي په موخه له افغان بېسیم شرکت سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې د دغه تفاهم لیک د محتوا پر بنسټ، به یاد شرکت دوی ته د نورو خدمتونو تر څنګ په مناسبه بیه ځانګړي سیم کارتونه هم برابروي.
په دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخیل هم د موضوع په اړه خبرې وکړې او یو ځل بیا یې د یاد تفاهم لیک په تطبیق او چټکتیا او دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د یاد تفاهم لیک پر بنسټ د افغان بېسیم مخابراتي شرکت په پام کې لري چې د لوړو زده کړو وزارت استادانو، محصلینو او کارمندانو لپاره د ځانګړو سیم کارتونو په برابرولو سره انټرنیټي کڅوړې، د لنډو غږیزو او لیکلي پیغامونو له لارې د هیواد د مرکز او ولایتي محصلینو لپاره په ارزانه بیه انلاین کورسونو، د «موبایل پیسو» سیسټم له لارې د کارمندانو د معاشونو د ورکړې، د کال سنټر جوړولو او د نورو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۷:۲۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو کلنۍ ازموینو د پایلو اعلان په  اړه د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست خبرتیا!


په پام کې ده چې نن د روان کال، د ثور میاشتې په ۳۰مه نېټه، د لوړو زده کړو وزارت د عالیې او عالمیې مرحلو د کلنۍ ازموینو پایلې، چې د ۸/۷/۱۴۴۵هـ ق، نېټه اخیستل شوې وې، اعلان کړي. 
نو ټولو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

د لوړو زده کړو وزارت د تسلیت او خواخوږۍ پیغام!

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۱۰:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتيا!

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۷ - ۴:۳۸
Background image

د غزني تخنیکي پوهنتون څخه ۱۲۰ تنه انجینران فارغ شول


په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د غزني ولایت مسوولینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د محصلانو کورنیو برخه اخیستې وه، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۴:۲۱
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون ۸۳ تنه محصلین د طب پوهنځي له نظري زده کړو څخه فارغ شول.


د لوړو زده کړو  سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل طبي پوهنتون محصلینو، استادانو او د محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د طب علم په ارزښت یې د ټینګار کولو ترڅنګ وویل:. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۶:۳۴
Background image

د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون د کرني پوهنځی محصلانو لپاره د علمي څېړنو په موخه څېړنېز فارم افتتاح شو.


په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی ډاکټر رفیع الله عطاء د یاد فارم په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل چې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم. . .

BACK TO NEWS