په کابل پوهنتون کې د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له لوري د لس عنوانه نویو چاپ شویو علمي او کتابتوني کتابونو مخکتنه وشوه.
د کابل پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځی پښتو څانګې له لوري د دغې څانګې استاد پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون لس عنوانه کتابونه، چې یو شمېر یې نوموړي د ماسټري او دوکتورا برنامو د تدریس په موخه لیکلي وو او یو شمېر نور چې د یادې څانګې د ماسټري او دوکتورا سکالرانو څېړنې او مقالې او همدارنګه د استاد زلمي هېوادمل د فوق لېسانس برنامو لېکچر نوټونه وو، ایډيټ او تدوین کړي وو، مخکتنه وشوه.
په یاده مخکتنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل چې اوسمهال ستر هېوادونه علم له خپل فکر سره سم توجیه کوي او د خپل ذوق مطابق ګټه ترې اخلي.
نوموړي زیاته کړه: «همېشه د علم لپاره همدغو استادانو او محصلینو کار کړی، چې دا کتابونه یې ښه بېلګه ده.» هغه ټینګار وکړ چې د طبعي علومو محصلین هم باید تر یوې کچې د دین او ادب مطالعه وکړي، تر څو له خپل علم څخه په سمه توګه استفاده وکولی شي.
وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون، د علومو اکاډمۍ استازي او یو شمېر نورو لیکوالانو او پوهانو په افغانستان کې د لوړو زده پر پراختیا، څېړنو او د کتابونو چاپ کولو کلتور پر عامولو ټينګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې دغه کتابونه ټولو پوهنتونونو ته ډالۍ شول او په برېښنایي بڼه هم د لاسرسي وړ دي.