د تخصصاتو د متفرقه ازموينې خبرتیا !

Akmal_admin
s

د تخصصاتو د متفرقه ازموينې خبرتیا !
د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست د کابل په مرکز کې د ۱۴۴۳ هـ ق کال لپاره په لاندې څانګو کې (د ماسټرۍ په سویه) محصلان او فاضلان قبلوي.
۱ـ د تفسير او علوم قران تخصص.
۲ـ د حدیث او علوم حدیث تخصص.
۳ـ د افتاء او قضاء تخصص.
۴ـ د دعوت او ارشاد تخصص.
۵ـ د اسلامي اقتصاد او بانکدارۍ تخصص ( فقه المعاملات)
د يادو څانګو د ماسټرۍ پروګرام نوم لېکنه سر له نن ورځي د ۱۴۴۳ هـ ق کال د شوال ۲۸ نېټې څخه پېل او د شوال ۳۰ مې نېټې دوشنبې ورځ له سهار اتو تر مازديګر څلورو بجو به دوام وکړي.

د تخصصاتو (ماسټرۍ) پروګرامونو لپاره د محصلانو او فاضلانو د قبلېدو شرطونه په لاندې ډول دي:
۱ـ د معتبرو ديني جامعاتو د حديث د دورې سند درلودل.
۲ـ د شرعيات لېسانس سند او يا يې معادل درلودل.
۳ـ د لېسانس دورې فيصدي يې له ۷۵ څخه کمه نه وي.
۴ـ د تابعيت تذکره او دوه قطعې نوي انځورونو درلودل.

يادونه: د يادونې وړ ده، چې د پورته پروګرامونو عمومي ازموينه اخېستل شوې او نتایج يې د لوړو زده کړو وزارت په ويب سايټ کې اعلان شوي، هغه داوطلبان چې په عمومې ازموينه کې يې ګډون کړی وي، خبر ورکول کېږي، چې متفرقه ازموينه کې ګډون ونکړي.
آدرس: څلورمه کارته، د لوړو زده کړو وزارت، د تحصيلي نصاب ریاست، کابل افغانستان.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړېکه نېولای شئ.
1)    0778422567
2)    0774987321

https://bit.ly/3wNDxwF

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements