داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا!

ameen_admin
hjkjkjkj

Publish Date

Closing Date


عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون انجنيري پوهنځني د سټرکچر ډيپارټمنټ لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره:   MOHE/1402/NCB/G-0104     
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون انجنيري پوهنځني د سټرکچر ډيپارټمنټ لابراتواري وسایلو تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {27/12/1402} نېټې د يکشنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي. 
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ (300,000) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {27/12/1402} نېټې يکشنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: taherahsas29@gmail.com