داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
hgjhgjjh

Publish Date

Closing Date


عنوان: د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/ATH/G-05
 د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د علي آباد تدريسي روغتون د اړتیا وړ ۲۸ قلمه پتالوژي توکو او ۶۶ قلمه لابراتواري توکو تهیه او تدارک پروژې داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، اړونده شرطنامې کاپي د اعلان د نشر له نېټې څخه تر ۲۱ تقويمي ورځو پوري په رسمي وختونو کې د علي آباد تدريسي روغتون د قراردادونو مديريت ترلاسه کړي. اړونده شرطنامه دې مطالعه او خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم په یوه سر بند پاکټ کې وړاندې کړي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمين د بانکي ګرنټۍ په بڼه ده او د افرخلاصولو غونډه په شرطنامه کې ذکر شوې نېټه باندې د سهار لس بجې د علي آباد تدريسي روغتون داخله ودانۍ شپږم پوړ د انکولوژي کنفرانسونو په اطاق کې چې د افغانستان کابل په درېيمه ناحيه سخي کارته موقعيت لري، ترسره کېږي.