د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د یاد وزارت د تقرر او ترفیعاتو رئیس په ملتیا، د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له بیلابیلو څانګو څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
Sun, Feb 05 2023 6:44 AM
fdsfdsfdfs

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه د خبرو ترڅنګ د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي له چارو خوښي وښوده، چې په وینا یې د یاد پوهنتون د نورو برخو ترڅنګ د ښوونې او روزنې پوهنځي په اړه هر وخت د ننګرهار پوهنتون له مسؤلینو څخه راپور اخلي، چې چارې يې خورا په ښه توګه پرمخ روانې او د ستاينې وړ دي.
د لوړو زده کړو وزرات علمي معین همداراز د ښوونې او روزنې پوهنځي په ارزښت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې ا.ا.ا د دغې برخې په نړیوال معیار برابرولو لپاره کار کوي او ډېر ژر به په وزیرانو شورا کې د تعلیم او تحصیل د ښه والي په موخه یو تعليمي او تحصیلي کمیسون وړاندیز شي.
هغه همدارنګه د پوهنتون له استادانو وغوښتل، چې په اړونده برخو کې محصلین په اسلامي او ملي روحیه وروزي او استادان باید په لوړه کچه د هېواد په مهمو مسایلو کې خپل نظریات او وړاندیزونه له مسؤلینو سره شریک کړي، چې تر دا دمه دغه چاره هم تر یوه حده شوې ده او لا نور کار ته هم اړتیا شته.
د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي چارو مرستیال قاضي خالد صداقت او د ښوونې او روزنې پوهنځي مسؤلینو د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سره د پوهنتون پرمختګ او ښه والي په موخه یو لړ وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې، چې د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS