د وردګو لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادري بستونو اعلان !

eshaq_admin
Sun, Sep 25 2022 6:22 AM
dfd

Closing Date

وردګو لوړو زده کړو مؤسسه د اول ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا او ماسټرۍ په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري: د ښوونې او روزنې ‌پوهنځی: فزیک ډیپارتمنټ (۱) بست. ارواپوهنې ډیپارتمنټ (۱) بست. د کرنې ‌پوهنځی: هارټیکلچر ډیپارتمنټ (۱) بست. حیواني علومو ډیپارتمنټ (۱) بست. د کرنې د اقتصاد او پراختیا ډیپارتمنټ (۱) بست. داوطلبان کولای شي، چې د ۲۸ / ۲ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۰ / ۳ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یاد علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده لوړو زده کړو مؤسسې ته وسپاري.