د لېسانس په کچه د اندونیزیا هېواد د تحصیلي بورسونو خبرتیا!

baqir_admin
ل

Due

-

د اندونیزیا اسلام ملنګ پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت ته د لېسانس په شمول په بېلابېلو کچو کې د ۴ بورسونو خبر ورکړی دی

د اړتیا وړ اسناد او شرایط:

          شهادتنامه او د ښوونځي درې کلنې نومرې چې سلنه یې لږ تر لږه ٪۷۰ وي

          د تابیعت پېژندپاڼې درلودل

          د پاسپورټ درلودل چې د باور وخت یې لږ تر لږه ۲ کاله وي

          د داوطلب عمر باید له ۲۵ کالو زیات نه وي

          د داوطلب ټول اسناد باید په انګرېزي ژبه ژباړل شوي وي

          داوطلب باید د اندونیزیا ښاروند نه وي

          نوملیکنه په انلاین بڼه په http://unisma.ac.id  وېبپاڼه کې کېږي او د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال، د جولای ۱۵مه ده چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۲۴مې سره سمون لري، او له ټاکل شوي نېټې وروسته داوطلبان نه منل کېږي

          د یادو بورسونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لهhumas@unisma.ac.id برېښنالیک سره اړیکه ونیسئ

د بورس امتیازونه:

          د پوهنتون د فیس لګښت، د ژبې د زده کړې فیس، د اوسېدو ځای، روغتیایي بیمه او په پوهنتون کې نوملیکنه وړیا ده.

          د الوتکې ټکټ او نور لګښتونه پخپله د داوطلب پر غاړه دي.

ټولو د شرایطو وړ مینوالو ته خبر ورکول کېږي چې که چېرې غواړي په یاد هېواد کې تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه وکړي نو په پورته وېبپاڼه کې له انلاین نوملیکنې سربېره کولای شي چې د نوملیکنې او فورم ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د منښت ۲۱مې عمومي غرفې ته له خپلو اصلي اسنادو سره ورشي او خپل اسناد د ۲۰۲۱ کال جولای ۵مې پورې چې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ له ۱۴مې سره سمون لري، دغه وزارت ته وسپاري.

دانلود

آخرین بورسیه ها

Sun, Dec 27 2020 4:41 PM Romania
Background image

Scholarships Announcement – in (BS, MS, Ph.D.) in Romania

Ministry of Foreign Affairs has informed of the scholarships in bachelor, master, and Ph.D. granted by the Romanian government for the academic year 2021-2022 in different fields except . . .

Wed, Dec 09 2020 8:52 AM Bangladesh
Background image

Bangladesh Scholarship Announcement in Bachelor Degree

سازمان همکاری های اسلامی OIC برای سال تعلیمی 2020-2021 در مقاطع مختلف از جمله لیسانس به مصرف نیمه شخصی خبر داده است که بورس مذکور بصورت آزاد برای متقاضیان واجد شرایط اختصاص داده شده است . . .

Wed, Dec 09 2020 8:47 AM Bangladesh
Background image

OIC Scholarship Announcement in Master Degree and PHD in Bangladesh

سفارت ج.ا افغانستان مقیم بنگله دیش از اعطای بورسیه پوهنتون تکنالوژی اسلامی - سازمان همکاری اسلامی (OIC) برای سال تعلیمی 2020 2021 میلادی در مقاطع ماستری و دوکتورا به صورت نيمه رايگان  . . .