د اوزبیکي او ترکمني ژبو د رسمي کیدو اوولسمه کلیزه ولمانځل شوه

baqir_admin
Mon, Jan 04 2021 11:30 AM
ف

د ازبیکي او ترکمني ژبو د رسمي کیدو د اوولسمې کلیزې لمانځنه د کابینې د یو شمېرغړو، ملي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو په ګډون ترسره شوه.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر په افغانستان کې د ازبیکي او ترکمني ژبو رسمی کیدل د هیواد د ملي فرهنګ د بډاینې په برخه کې یو مثبت ګام وباله او د افغانستان ټول ملت او د یادو ژبو ویونکو ته يې مبارکي وویله.

 لوړو زده کړو وزیر د لوړو زده کړو وزارت د رهبري د کړنو د تشریح په ترڅ کې وویل د هیواد له اوو پوهنتونونو څخه په زیاتو پوهنتونونو کې د ازبکي او ترکمني ژبې څانګې پرانستل شوي دي او د سلو څخه زیات محصلین د یادو ژبو د زده کړې په موخه ازبیکستان، ترکمنستان او ترکیې هیوادونو ته لیږل شوي دي څو د بیرته راتګ پر مهال د  ازبیکي او ترکمني ژبو ادب اوفرهنګ ته د خدمت مصدر شي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکتر عباس بصیر د ژبود اهمیت او د ژبو په وسیله د علمي او بشري تجربو انتقال  او له هغې څخه د استفادې په اړه؛ افغانستان  د ژبو او  بیلابیلو فرهنګونودغوښتنې ځای وباله او زیاته يې کړه چې په اسلامي فرهنګ او د قرآن په ژبه کې د قومونو او ژبو رنګا رنګي د الهي قدرت نښانې بلل شوي دي او ژبو او -  رنګونو ته درناوی په حقیقت کې د الهي قدرت نښانو ته درناوی کول دي.

د اطلاعاتو او فرهنک سرپرست وزیر  هم د خپلو خبرو په ترڅ کې افغانستان یو داسې هیواد وباله چې فرهنګي ډیروالی، ژبنی او قومي پلورالیزم يې په حقوقي نظام کې په رسمیت پيژندل شوي او له هغې څخه ساتنه خپل مسئولیت بولي.

د پوهنې سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي په ترکمني او ازبیکي ژبه د  څلورسوه زره کتابونو د چاپ او توزیع خبر ورکړ او ويې ویل دا پروسه د اړتیاوو تر پوره کیدو دوام پيدا کوي.

په دې غونډه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، مارشال عبدالرشید دوستم ، د مصالحې د ملي شور د رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله  او د جمعیت اسلامي د رئیس  صلاح الدین رباني په شمول د هیواد د ملي شخصیتونو او د احزابو د مشرانو پیغامونه  ولوستل شول چې د ټولو محتوا د فرهنګي رنګا رنګۍ ، یو بل منلو،  او په افغانستان کې د سولې او ملي یووالي د بنسټونو ځواکمنتیا ښودل شوې وه.

Latest news

Thu, Jun 26 2025 5:29 AM
Background image

The leadership council of the Ministry of Higher Education was held under the chairmanship of the Acting Minister of Higher Education. 

 

At the beginning of the council, the esteemed Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Nida Mohammad Nadeem spoke about the benefits and value of obedience in Islam.
The respected Sheikh further. . .

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

BACK TO NEWS