په بدخشان پوهنتون کې د «افغانستان د سیاحتي جاذبو ملي کنفرانس» د ا.ا.ا د کابینې غړو په ګډون پیل شو.

ameen_admin
Sun, May 26 2024 3:45 AM
fdsfdsfsdf

دغه درې ورځني ملي کنفرانس ته د بهرنیو او کورنیو تحصیلي بنسټونو څخه ۱۰۸ علمي-څېړنیزې مقالې لېږل شوي، چې له ډلې به یې لومړۍ درجه ۴۰ مقالې په کنفرانس کې وړاندې شي.
د کنفرانس په پیل کې د رئیس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي خپلو خبرو کې د یاد کنفرانس له جوړیدو څخه خوښي څرګنده کړه ویې ویل: «د ویاړ ځای دی چې علمي کادرونه د افغانستان ښکلاوې افغان ملت او نړۍ ته ښکاره کوي او د افغانستان د سیاحتي ځایونو په اړه پوهاوی ورکوي». 
همداراز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم یاد کنفرانس او مقالې د سیلانیانو را جلبولو په برخه کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه:  « دغه کنفرانس او مقالې چې د سیلانیانو راجلبولو په اړه ليکل شوي دي، زموږ د ځوانانو تر څنګ به د بهرنیو سيلانيانو لپاره هم ښې پایلې ولري.»
ورپسې د اقتصاد سرپرست وزیر قاري دین محمد حنیف په افغانستان کې سیاحتي صنعت ته ودې ورکولو، نړیوال ورته راجلبولو او د افغانستان د تمدن او کلتور په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه هم د کنفرانس ارزښت بیان کړ او ویې ویل، چې د افغانستان سیاحتي جاذبې د افغانستان د کانونو په څېر خامې پاتې دي؛ اړتیا ده چې د دغو جاذبو کشفولو او څېړلو ته کار وشي.
ورپسې د بدخشان پوهنتون رئیس مولوي نظر محمد نیازي د کنفرانس پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغه کنفرانس د جوړیدو اړتیا محسوسېدله، ځکه چې افغانستان د پراخو سیاحتي جاذبو لرونکی هېواد دی او د نړیوالو د توجه جلبول پکار وو.
د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس ته راغلې ۱۰۸ مقالې به له توحید او ترتیب وروسته هغو سکتوري وزارتونو ته سپارل کیږي، چې د سیاحت په برخه کې کار کوي، ترڅو په خپلو پالیسیو او طرحو کې ورڅخه ګټه واخلي او لیکوالو استادانو ته به د مالي امتیازاتو د ورکړې ترڅنګ، په ترفیع کې حساب شي.

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS