د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د (له ادارې سره د کارکوونکو کاري اړیکو تنظیمول) تر عنوان لاندې درې ورځنی سمینار دایر شو.

eshaq_admin
Mon, May 06 2024 12:26 PM
rgrgtrdfg

د دغه سمینار د پرانیستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د غونډې ګډونوالو او مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل: «دا سمینار مستقیما له هغه کارونو سره تړاو لري چې تاسو یې هره ورځ ترسره کوئ، ورڅخه ډېره ګټه پورته کړئ ترڅو خپل کار په ښه ‌ډول ترسره کړئ.»
دغه راز د کار او ټولنيزو چارو وزارت د حقوقو او تقنین چارو رئيس بشير احمد راسخ په یاده غونډه کې وویل: «د هرې ادارې لپاره چې کار کوو، نو باید د هغې لوایح، مقررات او طرزالعملونه وپیژنو، د خپلو مکلفیتونو مطابق کار وکړو.»
همدارنګه د یاد سمینار د لومړۍ ورځې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي سلطان محمد محسن له ګډونوالو وغوښتل چې په سمینار کې له وړاندې شویو معلوماتو څخه ګټه پورته کړي.

Latest news

Sun, Jun 22 2025 1:43 PM
Background image

Electronic Attendance System Activated to Enhance Work Efficiency at the Ministry of Higher Education

 

A meeting was held for this purpose, chaired by the Deputy Minister of Finance and Administrative Affairs of the Ministry of Higher Education. During the meeting, Al-Haj Mawlavi. . .

Sun, Jun 01 2025 3:01 PM
Background image

During his official visit to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visits Panjshir Institute of Higher Education 

 

As part of his official trip to Panjshir province, the Acting Minister of Higher Education visited the Panjshir Institute of Higher Education.

 

The purpose of this visit was to. . .

BACK TO NEWS