داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

ameen_admin
kjsakdklsalkd

Publish Date

Closing Date

عنوان: د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د انجنيري پوهنځي ( د سټرکچر انجنيري ډيپارټمنټ) درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژه.
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1402/NCB/G-98     
د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د افغان نړيوال اسلامي پوهنتون د انجنيري پوهنځي ( د سټرکچر انجنيري ډيپارټمنټ) درسي کتابونو تهیه او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د پروژې شرطنامه د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي. خپل افرونه د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نېټې څخه د {22  حوت  1402} نېټې د سه شنبې ورځې د سهار تر (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل، درېيمه ناحيه په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شي. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.
د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ په شکل اخېستل کېږي او د (95,000) افغانیو په اندازه وړاندې کېږي.
د افر خلاصولو غوڼده به د {22 حوت 1402} نېټې سه شنبې ورځ سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د افر خلاصولو په صالون کې، چې د کابل درېيمه ناحيه، څلورمه کارته کې موقعيت لري، دايرېږي.   
د اړیکو شمېره:0202514078
برېښنا لیک: rafiullah.naeemi@gmail.com
یادونه: له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د (13 حوت 1402) نېټې سه شنبې ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزرات تدارکاتو ریاست د غونډو په دفتر کې دايرېږي.