د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا رئیس په مشرۍ د دغه وزارت تخنیکي پلاوي ننګرهار ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د ننګرهار پوهنتون له رئیس سره وکتل.

یاد پلاوی له فتحې وړاندې د پوهنتونونو د باقیداریو او ناتکمیله پروژو د بررسۍ په موخه ټاکل شوی، چې د خپلو بررسیو په لړ کې یې دا ځل په ننګرهار پوهنتون کې د دا ډول پروژو په اړه د یاد پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره ناسته وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت اداري او زیربنا رئیس او د یاد پلاوي مشر قاضي عبدالعزیز عزیزي د نوموړي پلاوي په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا ټاکل شوی تخنیکي پلاوی، چې د مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې مسؤلین هم پکې برخه لري، د ننګرهار پوهنتون په ګډون د ختیځ زون د نورو امارتي تحصیلي بنسټونو مالي باقیدارۍ او همدارنګه ناتکمیلې پروژې، چې د بېلابېلو لاملونو له امله یې چارې ځنډېدلي، له نږدې ګوري، تر څو یې د حل په موخه لازم اقدامات وشي.
همدارنګه د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال وویل، چې د ننګرهار پوهنتون د ګڼو پروژو چارې نیمګړې پاتې دي او یادې ستونزې د دې پوهنتون د پراختیا مخه نیولې ده. نوموړي په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت تخنیکي پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.