خبرتیا !

nasir_admin

Due

-

د افغانستانو اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د محترم مقام په کابل کې د ترکيې هېواد سفارت د رسمي یادښت پر بنسټ په ترکيه هېواد کې په شخصي لګښت د محصلينو او تحصيلي داوطلبانو منلو لپاره  د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ میاشتې په ۲۹ مه نېټه د  TR-YOSازموينه د  TMVترکيې معارف ښوونځيو په ودانيو کې، چې ادرسونه يې لاندې ليکل شوي دي ترسره شي، له ازموينې دمخه د يوې اونۍ لپاره په ذکر شویو ادرسونو کې نوم ليکنه ترسره کېږي. 
اریانا معارف افغان ترک هلکانو عالي لېسه ( کابل ښار، شاه دو شمشېره )
د افغان ترک معارف نړيوال ښوونځی ( تایمني پروژې سرک)
د یادونې وړ ده، چې په شرايطو برابر داوطلبان کولای شي د معلوماتو ترلاسه کولو په موخه پورته ذکر شویو ادرسونو ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې حل کړي.