د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مل پلاوي په کندوز ولایت کې د شمال ختیځ زون علماؤ کرامو سره ناسته ترسره کړه.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په یاده غونډه کې، علماء کرام د انبیاء(ع) وارثین او د ټولنې اصلاح کوونکي وبلل او زیاته یې کړه:« د اسلام په تاریخ کې علماؤکرامو تر هغه چا زیات تکلیفونه، سختۍ، مهاجرتونه ګاللي او قربانۍ یې ورکړې دي.»
سرپرست وزیر له علماؤ کرامو وغوښتل، چې د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت سره د تېر په څېر خپله همکاري جاري وساتي او د هېواد او تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې خپلې لازمې مشورې ورسره شریکې کړي.
بل لور ته په دې راټولېدنه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: « په افغانستان کې شل کاله بهرنیانو وخت تېر کړی، دوی دلته د فزیکي جګړې سره - سره فکري جګړه هم پرمخ وړې ده، چې ددې فکري جګړې مهارولو، فساد مخنیوي او ټولنې اصلاح برخو کې د علماؤ کرامو رول ډېر مهم دی او دا د دوی مسؤلیت دی، چې په یادو برخو کې خپل مسؤلیت اداء کړي.»
په یاده ناسته کې، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه ، د تخار والي مولوي ضیاء الرحمن مدني ، د کندز والي مولوي نثاراحمد نصرت، د کندز ولایت د استخباراتو مسؤل، امینه قومندان او دیني علماؤ کرامو ګډون کړی وو.