داوطلبۍ ته د بلنې اعلان !

nasir_admin
fdjghlka

Publish Date

Closing Date

عنوان: د محصلانو د همغږۍ آمريت ( ۳۱ ) قلمه د ضرورت وړ ورزشي توکو د تهیه او تدارک پروسه.

داوطلبۍ ته د بلنې شمېره: MOHE/1401/G-013

د لوړو زده کړو وزارت په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د محصلانو د همغږۍ آمريت ( ۳۱ ) قلمه د ضرورت وړ ورزشي توکو د تهیه او تدارک په پروسه کې ګډون کړی وو او او اړونده چاپ شوې شرطنامې یو کاپي يې په وړیا ډول په میموري یا فلش کې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست څخه ترلاسه کړي اوسې.

یاد افر د شرطنامې اصولو مطابق او د تدارکاتو طرزالعمل سره سم، په یوه سر بند پاکټ کې د اعلان د نشر له نیټې څخه د ۱۴۰۱ کال د اسد ۱۷ نېمټې دوشنبې ورځ تر سهار (  ۰۰: ۱۰) بجو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، سپارلی شئ. ناوخته او د انټرنیټ له لارې رارسېدونکې غوښتنې نه منل کېږي.

د افر تضمین د بانکي ګرنټۍ او یا نغدو پيسو (۵۵۰۰۰ ) پنځه پنځوس زره افغانیو په اندازه وړاندې کېږي. د افر د تضمین موده باید د اعتبار وړ له مودي څخه ۲۸ ورځي زياته وي، یعنې د افرونو د بیا خلاصولو له تاريخ څخه ۱۱۸ ورځې د اعتبار وړ وي.

د افر خلاصولو غونډه به د ۱۴۰۱ کال د اسد ۱۷مه نېټه د سهار په لسو بجو د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د آفرونو د خلاصولو په صالون کي، چې د افغانستان، کابل په څلورمه کارته کې موقعیت لري، دايرېږي.

د اړېکو شمېره: 0202514078

الکترونیکي ادرس: saririnasrat90@gamail.com

 

یادونه ! له افر خلاصولو مخکې غوڼده به د ۱۴۰۱ کال د اسد میاشتي په ۶ نېټه د پنجشنبې په ورځ سهار لس بجې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدمتونو د تدارکاتو په امريت کې دايرېږي.