د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو کلیدي ریاست دی، چې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د څارنې، د تقنیني اسنادو پلي کولو، د تدریس کیفیت لوړولو او د یادو تحصیلي بنسټونو د ظرفیت لوړولو لپاره په ۱۳۹۸ کال، کې جوړ شو.

Akmal_admin
أحد, يناير 30 2022 9:01 صباحا
ریاست نظارت و ارزیابی امور اکادمیک منحیث یکی از ریاست های کلیدی این وزارت در میزان سال 1398 جهت  نظارت از تطبیق اسناد تقنینی، بلند بردن کیفیت تدریس و ارتقاء ظرفیت نهاد های تحصیلات عالی دولتی و خصوصی ایجاد گردیده است.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۹مه

د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست، د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو کلیدي ریاست دی، چې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د څارنې، د تقنیني اسنادو پلي کولو، د تدریس کیفیت لوړولو او د یادو تحصیلي بنسټونو د ظرفیت لوړولو لپاره په ۱۳۹۸ کال، کې جوړ شو.

دغه ریاست درې امریتونه او د اکاډمیکو چارو د ارزونې لپاره درې کمیسیونونه لري، چې غړي یې ۴۸ تنه د څلورو مرکزي پوهنتونونو علمي کادرونه او څلور تنه نور یې د خصوصي پوهنتونونو استازي دي او د خپلو دندو له لایحې سره سم فعالیت کوي.

د څارنې او ارزونې ریاست د ا.ا.ا له حاکمیت مخکې په دوو کلونو کې د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو اړوند د لېسانس په کچه د ۴۰ انجنیرۍ، ۳۲ د ماسټرۍ پروګرامونو، ۱۶۱ د ټولنیزو علومو اړوند پوهنځيو او همدارنګه د ۲۵ دولتي پوهنتونونو د لېسانس پروګرامونو او ۹ نورو د مافوق لېسانس پروګرامونو څخه کتنه کړې ده.

همدارنګه د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د اقتصادي ستونزو له امله د هېڅ کوم تحصیلي بنسټ ارزونه نه ده شوې. خو دغه ریاست د ۱۴۰۱ کال په خپل پلان کې لري، چې په اختصاصي ډول د ۷۷ خصوصي تحصیلي بنسټونو ۱۸۵ پوهنځي په ولایتونو کې او د ۳۹دولتي پوهنتونونو روزانه او شپانه مافوق لېسانس پروګرامونو ارزونه وکړي.

د یادولو وړه ده چې په تېر حکومت کې د څارنې او ارزونې ریاست له ارزونو څخه د لوړو زده کړو وزارت مقام پوره او لازم ملاتړ نه ده کړی.

دغه ریاست هیله‌من دی چې ا.ا.ا به یې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو د څارونو او ارزونو د پایلو ملاتړ وکړي.

د خصوصي او دولتي تحصیلي بنسټونو د څارنې او ارزونې پروګرام، د تحصیلي بنسټونو د څارنې او ارزونې د دندو لایحې ۲۲مې مادې پر اساس ده او په پلان کې یې شاملیږي.

په اړوند کمیسیون کې د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو لېست، د کمیسیون د ارزونې د لید پر اساس د تحصیلي بنسټ د ارزونې ټاکل، د وخت او څانګې پر اساس د مسلکي ټیم د غړو ټاکل، اړوند تحصیلي بنسټ ته د رسمي اېمېل او مکتوب پر اساس د ارزونې ټيم ټاکل او د چک لېست او پوښتنو له لارې ارزونه.

همدارنګه د اداري تشکیلاتو، علمي کادر، محصلانو چارو، تحصیلي نصاب، سرچینو، اسانچارو او د تحصیلي بنسټ د امکاناتو ارزونه کېږي.

د ارزونې کمېټې له لارې د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست ته د تحصیلي بنسټ په اړه ابتدایي راپور ورکول، د کمیسیون د غړو له تایید وروسته، د تاییدۍ لپاره د اروزنې د پایلو لېږل رهبري شورا ته او کله چې په رهبري شورا کې تایید شول، د اړوندو لوړو زده کړو له بنسټونو سره شریک کېږي او اړوند تحصیلي بنسټ د مکتوب له صدور وروسته تر یوې اونۍ پورې، که چېرې د ارزونې له پایلو راضي نه وي، د استیناف غوښتنه کولی شي، چې له یادې نېټې وروسته د تقنیني استادو پر اساس لازمې پرېکړې کېږي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS