د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو رٸيس قاضي عبدالنصیر ملازوی په مشرۍ پلاوي په زابل ولایت کې له پراختیايې او رغنيزو کارونو ليدنه وکړه!

Akmal_admin
خميس, يناير 27 2022 5:37 صباحا
د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو رٸيس قاضي عبدالنصیر ملازوی په مشرۍ پلاوي په زابل ولایت کې له پراختیايې او رغنيزو کارونو ليدنه وکړه!
۵ سلواغه ۱۴۰۰ د لوړو زده کړو وزارت د تهیه او تدارکاتو رٸيس قاضي عبدالنصیر ملازوی په مشرۍ پلاوي په زابل ولایت کې له پراختیايې او رغنيزو کارونو ليدنه وکړه! د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، د تهیه او تدارکاتو رٸيس قاضي عبدالنصیر ملازوی، د اداري او زېر بنا رئیس قاضي عبدالعزیز عزیزي او ورسره مل د انجنیرۍ ټیم، د زابل د لوړو زده کړو موسیسه کې د پراختیايي او رغنیزو پروژو څخه د لېدنې ترڅنګ، د یادې مؤسیسې له مشرتابه، اداري پرسونل او استادانو سره هم وکتل او له هغوی یې وغوښتل چې د تدریسي او اداري ودانیو په ساتنه کې پوره پاملرنه وکړي. همدارنګه د پوهنتون رهبرۍ د یاد پلاوي ورتګ مهم يادولو ترڅنګ د پوهنتون اړوند ځيني ستونزې هم ورسره شریکې کړې چې د ورغلي پلاوي له لوري له مقام سره ددغو ستونزو شريکولو ژمنه وشوه. د دې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو وزارت د اداري او زېربنا ریئس قاضي عبدالعزیز عزیزي وويل، دا چې زابل ولایت یو له هغو ولایتونو څخه دی چې، په تېر وخت کې ورته پاملرنه نه ده شوې، تر کومه حده چې د لوړو زده کړو لپاره یو مجهز ځای او ودانۍ ته اړتیا ده، په هغه اندازه ورته کار نه دى شوى، نو موږ به په خپل ټول توان سره په ياده برخه کې همکاري کوو. همدا شان د پلاوي له لوري په یاد ولایت کې د پوهنتون احاطوې دیوال او د عمومي لیليې څخه په هر اړخېزه توګه څارنه ترسره شوه.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS