د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له دوو پوهنتونونو څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره د ساينس او ​​ټکنالوژۍ پياوړتيا ته جدي اړتيا ده

Akmal_admin
سبت, ديسمبر 18 2021 1:07 مساء
د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له دوو پوهنتونونو څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره د ساينس او ​​ټکنالوژۍ پياوړتيا ته جدي اړتيا ده

۲۷ لېندۍ ۱۴۰۰
د لوړو زده کړو سرپرست وزير مولوي عبدالباقي حقاني د پاکستان له دوو پوهنتونونو څخه د لېدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ لپاره د ساينس او ​​ټکنالوژۍ پياوړتيا ته جدي اړتيا ده.

مولوي عبدالباقي حقاني په پاکستان کې د نسټ NUST پوهنتون ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې د ساینس او ​​​​ټیکنالوژۍ په برخه کې یو له مخکښو پوهنتونونو څخه دی، د دې پوهنتون له چارواکو څخه په دې برخه کې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.

هغه د افغانستان په پرمختګ کې له ساینس او ​​ټکنالوژۍ څخه په اغېزمنې ګټې اخېستنې ټېنګار وکړ او دې برخې ته یې پاملرنه د لوړو زده کړو وزارت یو له لومړیتوبونو څخه یاد کړ.
له بلې خوا د ياد شوي پوهنتون مسوولينو ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به د افغانستان له پوهنتونونو سره له هېڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
دوی ژمنه وکړه چې د افغان ځوانانو لپاره به بورسونه(سکالرشیپونه) زیات کړي او د افغان ښوونکو د علمي ظرفیت په لوړولو کې به مرسته وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همداراز د پېښور پوهنتون له مسوولینو سره د علمي همکاریو په اړه خبرې وکړې چې د یاد پوهنتون مسؤلینو ورسره په بېلابېلو برخو کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS