د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس سره وکتل

Akmal_admin
خميس, ديسمبر 16 2021 10:55 صباحا
Dd

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس سره وکتل.

پنجشنبه، ٢٥ لېندۍ ١٤٠٠
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له ولسمشر عارف علوي، د تعلیم (ښوونې او روزنې) وزیر شفقت محمود او د اسلام آباد نړیوال پوهنتون له رٸیس معصوم یاسین‌زي سره او همدارنګه د اسلام آباد پوهنتون د اسلامي څېړنیز مرکز څخه لیدنې وکړې.

په دغو ناستو کې دواړو اړخونو د افغانستان د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ او په پاکستان کې افغان زده کړيالانو ته د وېزې او نورو برخو کې د اسانتیاوو پر رامنځ ته کولو خبرې وشوې، چې په یادو برخو کې د پاکستان له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز د پاکستان ولسمشر او ښوونې او روزنې وزیر د افغان استادانو د ظرفیت لوړولو او هغوی ته  پر لېکه د زده کړو زمینې برابرلو ژمنې هم وکړې.

 د یادولو وړ ده، چې د لوړو زده کړو سرپرست وزيرسره د یاد سفر په ترڅ کې د علامه اقبال پوهنتون مسٶلانو هم د ورته مرستو ژمنه کړې ده.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS