د هرات پوهنتون طرحې لومړی مقام خپل کړ

«د ښار ښه اوسېدنکی» د هرات پوهنتون طرحه ده چې د لويديځ زون د دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه د اتو وړاندې شوو طرحو له ډلې د (ښې طرحې) په توګه ياده شوه.
دغه طرحه د (په افغانستان کې د ښار د ښه اوسېدونکي د فرهنګ ځواکمنتيا) د سياليو په پروګرام کې چې د سيمه ييزو ارګانونو د ادارې له لوري جوړ شوی و او موخه يې له دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه په افغانستان کې د ښار د ښه اوسېدونکي فرهنګ د ځواکمنتيا د طرحې ټاکل و وړاندې شوه.
ياده طرحه د بشري علومو او ادبياتو د پوهنځي د رييس پوهندوی دوکتور احمدغني خسروي په واسطه چې د ښاري، په ښار کې د اوسېدو، ښاري خنډونه او د کارونو د وړاندې کولو موخې پکې شاملې وې؛ برابره، ترتيب او وړاندې شوې ده چې له ارزونې وروسته يې پلاوي له لوري د ښې طرحې نوم وګاټه.
همداراز په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د ښاري حکومتولۍ د عمومي رييس، د هرات ولایت د مقام مرستيال، د هرات پوهنتون رهبري ډلې، د دولتي ادارو رييسانو، د مدني ټولنې غړو او نورو ګډون کوونکو په حضور سره ترسره شول، له ډاکټر احمدغني خسروي څخه پکې مننه او ستاینه وشوه.