د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزير د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د طبي څانګې له محصلینو سره ولیدل

Azizorayakhel.admin
سبت, سبتمبر 19 2020 12:59 مساء
ش

د لوړو زده کړو سرپرست او نوماند وزير نن د هلمند ولایت د اراکوزيا خصوصي پوهنتون د طبي څانګې له محصلينو سره ژمنه وکړه چې د دوو اونیو په جريان کې به يې ستونزې اوارې شي.

اراکوزيا خصوصي پوهنتون د هغو شپږو خصوصي تحصيلي بنسټونو په ډله کې دی چې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو له ارزونې او د کابينې له پرېکړې وروسته يې د طب پوهنځي لغوه شول.

په هغه غونډه کې چې د لوړو زده کړو وزارت په تالار کې جوړه شوه، د محصلينو چارو او مالي او اداري معینانو، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د محصلينو چارو رييس او په ولسي جرګه د خلکو استازي غلام ولي افغان حضور درلود، لومړی د اراکوزيا پوهنتون مسولينو او د دې پوهنتون څو تنو محصلينو خبرې وکړې، خپلې ستونزې او غوښتنې يې د لوړو زده کړو له رهبري سره شريکې کړې.

په دې غونډه کې د خبرو محور د محصلينو فراغت چې وروستی کال يې دی، نورو پوهنتونونو ته د محصلينو تبديلي او په لوړو زده کړو وزارت کې د محصلينو د شموليت د اساس اصلاح کول وو.

ش

د لوړو زده کړو نوماند او سرپرست وزیر دوکتور عباس بصير د اراکوزيا پوهنتون د محصلينو او مسولينو د غوښتنو له اورېدو وروسته او همداراز په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د کړنو په اړه د محصلانو چارو د معین پوهندوی سيد فرهاد شهيد زاده د توضيحاتو تر اوریدو وروسته ژمنه ورکړه چې د دې طبي پوهنتون د وروستي کال د محصلينو د فراغت مسئله ژر اواره کړي. نوموړي همداراز د اراکوزيا تحصيلي مؤسسې له مسئولينو وغوښتل چې د محصيلنو د تبديلي حق له قانون سره سم رعايت کړي، همدازار يې ژمنه وکړه چې د خصوصي تحصيلي مؤسسو د ستونزو د اواري لپاره په دې برخه کې د لوړو زده کړو وزارت ته د وړاندې شوو طرحو په پام کې نيولو سره هڅه کوي.

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS