د اقتصاد، ادارې او عامه پاليسي پوهنځیو د نصابونو د بیاکتنې د کلسټر دویم پړاو پیلیږي

Azizorayakhel.admin
خميس, يوليو 09 2020 6:59 صباحا
a

ټاکل شوې چې د اقتصاد، ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د نوي کولو او بیا کتنې کلسټرونو دویم پړاو ډیر ژر پیل شي.

په هغې ناسته کې چې د یاد شويو کلسټرونو د پیلیدو لپاره د تدابیرو نیولو په موخه د علمي برنامو د پراختیا رئیس پوهنوال صدیق الله بارکزي تر مشرۍ لاندې جوړه او د نصاب ملي کمېسیون یو شمیر غړو هم پکې ګډون کړی و، د کلسټرونو په کاري بهیر، د نصاب ملي کمېسیون د غړو د دندو او مسوولیتونو او د کلسټرونو د پیلیدو د کړنلارو په هکله خبرې وشوې.

د علمي برنامو د پراختیا رئیس وویل چې، د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه په لارښوونه ټاکل شوې ده چې د اقتصاد، ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځیو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې کلسټرونو دویم پړاو د روغتیایې تدبیرونو په نظر کې نیولو سره په راتلونکي اونۍ کې پیل شي.

د نوموړي په وینا د یادو شویو پوهنځیو د نصاب بیا کتنه په لومړي پړاو کې مخکې بشپړه شوې او که کومه تخنیکي ستونزه ونلرو د دویم پړاو په تعقیب سره به دریم پړاو هم پیل کړو.

د یادونې وړ ده چې تر دا مهاله د ۴۹ تحصیلي څانګو نصابونه چې ۲۱ یې د انجنیري، ۱۵ یې د کرنې، ۸ یې د ښوونې او روزنې، ۳ یې د شرعیاتو او ۲ یې د حقوقو او سیاسي علومو څانګې دي، بشپړ او نوي شوي دي

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS