خبرتیا!

ټولو هغو علماء کرامو ته چې له فتحي مخکې د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون د عالمیې مرحلې په ازموینه کې بریالي شوي وي او د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست کې یې نوملیکنه کړې وي؛
نومونه یې د لینک په ذکر شویو لېستونو کې موجود وي او همدارنګه هغو علماء کرامو ته چې د عالمیې مرحلي اسناد یې د لېسانس په کچه ارزیابي شوي وي، خبر ورکول کیږي چې د خپلو لېسانس او ماسټري اسنادو د تر لاسه کولو په موخه د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.
اسنادو د توزیع نېټه او ورځې: ۱۴۰۴هـ.ش کال، د سرطان ۲۱ ـــ ۲۲، شنبه او یکشنبه
وخت: د سهار له ۹:۰۰ د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو
د مراجعې ځای: کابل ولایت ـ د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست
له علماء کرامو څخه هیله کېږي چې د لېسانس او همدا راز ماسټري اسنادو د تر لاسه کولو لپاره اصلي پېژند پاڼه او (۱۰۰۰) افغانۍ له ځانه سره ولري.
لینکونه:
تلیگرام
وبسایت