د یوې ټولنې مادي او معنوي پرمختګ په زده کړو پورې تړلی او د زده کړو بنسټیز عنصر تعلیمي او تحصیلي نصاب دی

naser_admin
سبت, يناير 25 2025 12:50 مساء
Sfhjkmbgnkk

 

د هېواد تحصیلي نهادونو کرنې څانګو دویم ګروپ د لسو څانګو دویم پړاو کلسټر په پرانیسته کې د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي وویل چې د یوې ټولنې مادي او معنوي پرمختګ په زده کړو پورې تړلی او د زده کړو بنسټیز عنصر تعلیمي او تحصیلي نصاب دی او زیاته یې کړه: «که موږ دا اساسي برخه قوي او پرختللې کړو، نو د ټولنې په هره برخه کې پرمختګ او ښې پایلې تر لاسه کولی شو.» 

 

د تحصیلي نصاب رئیس د کلسټر ګډونوالو ته وویل چې موږ او تاسو باید د تحصیلي نصابونو د بیاکتنې او پراختیا دا راسپارل شوی مسؤلیت د ولس خدمت وګڼو او د ثواب په نیت یې ښه په دقت سره ترسره کړو. 

همدارنګه د تحصیلي نصاب د ملي کمېسیون غړي پوهنوال داود شاه فاروق وویل چې د کلسټر په دویم پړاو کې به د کرنې څانګو د نصابونو پر مضامینو، مفرداتو، موخو او متوقعه پایلو او منابعو کار وشي. 

نېټه: شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۲۴مه

۱۴۰۳ هـ.ش د سلواغې ۶مه 

۲۰۲۵ م د جنوري ۲۵مه

Latest news

ثلاثاء, مايو 27 2025 6:19 صباحا
Background image

ألقى وزير التعليم العالي بالوكالة خطابًا في جامعة هرات أمام الأساتذة والمسؤولين والطلاب في اجتماع كبير

 

ألقى معالي وزير التعليم العالي شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم  خلال زيارته الرسمية لولاية هرات كلمةً حول قيمة العلم في اجتماع كبير ضم نائب رئيس مجلس علماء هرات، ورٸيس استخبارات. . .

اثنين, مايو 12 2025 4:57 صباحا
Background image

تخرّج ۱۱۰ طبيبًا من كلية الطب بجامعة كابل للعلوم الطبية، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

 

في حفل التخريج الذي أُقيم بهذه المناسبة في جامعة كابول للعلوم الطبية، شارك وزير التعليم العالي، و وزير الصحة، ونائب وزير التعليم العالي لشؤون الطلاب، وقيادة جامعة كابل للعلوم الطبية،. . .

BACK TO NEWS