د «تعلیم الاسلام» کتاب سیالۍ پایلې اعلان او اول مقام ګټوونکی به عُمرې ته ولېږل شي!

nasir_admin
اثنين, أكتوبر 28 2024 4:05 صباحا
Gaheujejdnskls

 

د مرکزي پوهنتونونو د «تعلیم الاسلام» کتاب لوستنې تر سره شوې ازموینې پایلې اعلان او محصلینو ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې. 

 

څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ ریاست له لوري د مرکزي پوهنتونونو شاوخوا پنځه زره محصلینو څخه د تعلیم الاسلام کتاب لوستنې ازموینه واخیستل شوه، چې تېره ورځ یې په کابل پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ په حضور کې پایلې اعلان او ممتازه ګډونوالو ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې. 

 

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې الله تعالی افغانستان ته داسې استعدادونه ورکړي، چې ما ته یې ډېره انرژي او حوصله راکړه. نوموړي زیاته کړه چې زموږ موخه دا ده چې محصلین مو د عصري زده کړو تر څنګ، دیني علم هم زده او د خپل دین په اساساتو پوه شي.

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محصلینو ته په خطاب کې وویل: «د هېواد ابادي علم ته اړتیا لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ او د خپل علم له لارې هېواد ته د خدمت جوګه شئ.» هغه وویل چې د انسان د ژوند او شرافت ساتنه په اسلام کې ده او اسلامي علوم د مسلمان لپاره تر خوراک او څښاک هم ډېر اړین دي، ځکه د ژوند ټولې چارې یې ورپورې تړلي دي.

 

وروسته د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث نورالحق انور د علم پر ارزښت خبرې وکړې او د اسلامي نظام تر چتر لاندې یې د داسې برنامو پر جوړولو خوښي وښوده.

 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي وویل چې د تعلیم السلام کتاب لوستنې موخه د محصلینو دیني معلوماتو زیاتول، په محصلینو کې د مطالعې فرهنګ رایجول او د محصلینو تر منځ د سالم علمي رقابت رامنځ ته کول دي.

 

د مراسمو په پای کې د سیالۍ اول مقام ګټونکي ته د عُمرې حج، له دویم تر لسم مقام ګټونکي ته لپټاپ کمپیوټر، له یوولسم تر شلم مقام ګټونکي ته ایپډ او له یو ویشتم تر پنځوسم مقام ګټونکي ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې.

 

د یادونې وړ ده چې لوړو زده کړو وزارت تر دې مخکې د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو له محصلینو د تعلیم الاسلام کتاب لوستنې رقابتي ازموینې اخیستې وې او د هېواد په نورو تحصیلي بنسټونو کې هم د ورته ازموینو او سیالیو پلان لري.

 

نېټه: یکشنبه

‍۱۴۴۶هـ.ق د ربیع الثاني ۲۴ مه

۱۴۰۳هـ.ش د عقرب ۶ مه

۲۰۲۴ م د اکتوبر ۲۷

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS