
بسم الله الرحمن الرحیم
“ګرانو هېوادوالو! د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري. تېرو څلور لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه واخیسته او د دې وخت راورسېده، چې په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد تحصیلي ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. د دې لپاره چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، اړینه ده څو د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، چې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي. زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیسټم رامنځته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن و اوسي. په درناوي.”
مولوي نداء محمد ندیم
د لوړو زده کړو وزیر
1402 لیندۍ ۱ - د معرفي په مراسمو کې

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د کندهار پوهنتون مستشفی عمر تدریسي روغتون څخه د لیدنې تر څنګ، د کندهار پوهنتون په علمي شورا کې ګډون وکړ
د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب کندهار ولایت ...

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۲۰۰ بستریز تدریسي روغتون د جوړولو پروژه پرانیسته
د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب هلمند ولایت ته د خپل رسمي سفر ...

د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په لګښت؛ هلمند پوهنتون کې د درې پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې
هلمند پوهنتون کې د ریاست مقام دفتر، مېلمستون او د رسمي غونډو تالار په ګډون ...

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له بدخشان پوهنتون او د دغه ولایت له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه
د ١٤٤٥ هق کال شعبان میاشتې په یو ورځنۍ ازموینه کې د بریالي شویو علماء کرامو د پام وړ!
!د ننګرهار پوهنتون د بستونو خبرتيا
د ۱۴۴۶هـ.ق کال کابل او پکتیا زونونو یو ورځنۍ ازموینو اسنادو چاپ په خاطر د فورم بیا ډکولو خبرتیا!


د تدارکاتو خبرتیا!
د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال د نویو شعباتو د تجهیزاتو د تدارک پروژې اعلان

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !
عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه.


