د وزیر بیانیه

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هېوادوالو! د یوه ملت هر اړخیز پرمختګ او وده د هغه ملت د لوړو زده کړو په پیاوړي نظام پورې اړه لري. تېرو څلور لسیزو جګړو د ګران هېواد افغانستان د نورو برخو ترڅنګ تحصیلي او علمي بنسټونه هم زیانمن کړي وو، الحمدلله یو ځل بیا یې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د ژوند ساه واخیسته او د دې وخت راورسېده، چې په ګډه د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد تحصیلي ځان بسیاینې لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړو. د دې لپاره چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، اړینه ده څو د هېواد په تحصیلي بنسټونو داسې پانګونه وکړو، چې په ملي او نړیوالو معیارونو برابر او د ټولنې اړتياوو ته ځواب ویونکي وي. زموږ موخه د هېواد د لوړو زده کړو د یو معیاري او با کیفیته سیسټم رامنځته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې او نړۍ په کچه د باور څښتن و اوسي. په درناوي.

مولوي نداء‌ محمد ندیم

د لوړو زده کړو وزیر

1402 لیندۍ ۱ - د معرفي په مراسمو کې



1448/2/10
د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل علمي کادر خبرتیا !

د میرویس خان نیکه پوهنتون – زابل علمي کادر خبرتیا !

1448/2/8
د ننګرهار پوهنتون د علمي کادر بست خبرتيا!

د ننګرهار پوهنتون د علمي کادر بست خبرتيا!

1448/2/8
 د هریوا پوهنتون علمي کادر خبرتیا !

د هریوا پوهنتون علمي کادر خبرتیا !

1447/1/15
د تدارکاتو خبرتیا!

د تدارکاتو خبرتیا!

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۵ مالي کال د نویو شعباتو د تجهیزاتو د تدارک پروژې اعلان

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۱۲:۰
داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !

عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه.

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۲:۰
د داوطلبۍ بلنې اعلان

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

Wed, Dec 09 2020 8:45 AM
د بورسونو اعلان

د بورسونو اعلان

د لیسانس سند کې د بنګله دیش سکالرشپ اعلان

یکشنبه، دسمبر 27 2020 4:45 PM -
د بورسونو اعلان

د بورسونو اعلان

د بورسونو اعلان - په رومانیا کې (BS, MS, Ph.D.) کې

چهارشنبه، د دسمبر 09 2020 د سهار 8:45 بجې
د بورسونو اعلان

د بورسونو اعلان

په بنګله دیش کې د ماسټرۍ او PHD په برخه کې د OIC بورسونو اعلان



عکسونه او ویډیوګانې

1405/5/3

د شیخ زاید پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب محصلانو ته توصيې!

1405/5/1

دشیخ زاید پوهنتون ٩٢٥ محصلینو فراغت غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه!

1405/4/31

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د استادانو په علمي سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه! د امیر اطاعت یوازې د الله تعالی د رضا لپاره وکړئ

1405/4/31

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د استادانو په علمي سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه! زموږ سیاست، اسلامي سیاست دی، ټولې کړنې او تګلارې مو له شریعت سره مطابق دي.

1405/4/7

د څه باندې ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کندز پوهنتون احاطوي دېوال او اوبو سیسټم چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوي. جزیات په ویډيو کې:

1405/4/7

له فتحې وروسته په افغانستان کې لومړنی نړیوال پوهنتون «افغان نړیوال اسلامي پوهنتون» لنډ مستند

1405/4/2

په پکتیکا پوهنتون کې د ۲۵ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د دوو ودانیزو پروژو چارې پیل شوې..!

1405/2/24

د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې ناستې په څنډه کې د ا.ا.ا او روسیې تر منځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړنۍ ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب د وینا یوه برخه!

1405/2/24

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب په مشرۍ د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې ناستې په څنډه کې د ا.ا.ا او روسیې تر منځ د ګډ اقتصادي او تجارتي کمېسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

1405/2/15

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب : «يو نظام چې اسلامي وي، شرعي نظام وي هلته هدايات خداوندي او ارشادات پیغمبري همدا دي چې کوم مسؤليت کوم شخص ته سپارل کېږي د هغه وړتيا، لياقت او شايستگي په نظر کې ونیول شي..!»

1405/2/15

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر صاحب: « په يوه جامعه او نظام کې خدمت کول دوه شيان غواړي، د کار وړتيا درلودل او تعهد او ژمنتيا لرل..!»

1405/2/8

د لوړو زده کړو محترم وزیر: «په اوسني وضعیت کې چې ماشومان، ښځې او بې ګناه وګړي مو شهیدان کېږي او تحصیلي ادارې مو ورانیږي، دا په هېڅ اسلامي قوانینو او هېڅ ډول نورو نړیوالو اصولو کې ځای او هېڅ توجیح نه لري...!»