د ماسټري او دوکتورا په کچه د مالیزیا تحصیلي بوروسونو خبرتیا !

Akmal_admin

Due

-

Location مالیزیا

د مالیزیا بهرنیو چارو وزارت د ماسټري او دوکتورا په کچه، د لاندې شرایطو لرونکو نوماندانو لپاره د ۱۰۰تحصیلي بوروسونو خبر ورکړی دی. 
د بورسونو شرایط: 
۱ـ د نوماند عمر د ماسټري لپاره تر ۴۰ او د دوکتورا لپاره تر ۴۵ زیات نه وي
۲ـ د ماسټري لپاره د لېسانس دورې د ۷۰ سلنه نومرو درلودل
۳ـ د دوکتورا لپاره د ماسټري دورې د ۷۰ سلنه نومرو درلودل
۴ـ د IELTS نومره له ۶ زیاته او یا د TOFEL نومره تر ۵۵۰ زیاته وي 
۵ـ په یادو بورسونو کې د تدریس فیس او د تحصیل په دوره کې د نوماند میاشتني لګښتونه شامل دي
  یادو بورسونو ته  د نوملیکنې وروستۍ نېټه د ۲۰۲۲م، کال د جون ۱۵مه ده.  
د لا زیاتو معلوماتو لپاره https://mohe.gov.my/INTER /index.hph    وېبپاڼې او له خبرتیا سره ضمیمه یي معلوماتو ته مراجعه وکړئ. 
ټولو د شرایطو وړ داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې دغو بورسونو ته د نوملیکنې لپاره له خپلو اصلي اسنادو سره د لوړو زده کړو وزارت پذیزش ۱۵ غرفې ته مراجعه وکړي او د اسنادو له تکمیل او په یاده وېبپاڼه کې له نوملیکنې وروسته، خپل اسناد د ۲۰۲۲م، کال د جون تر ۱۶مې، چې د ۱۴۰۱هـ.ش کال له جوزا سره سمون لري، تسلیم کړي.