موضوع: د بستونو خبرتیا د ( پکتیا، لغمان، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ او نورستان) پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو د شرعیاتو پوهنځیو اړوند ده.

nasir_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۹:۵۸
klasfjasfiweu

Closing Date

د پکتیا، پکتیکا، لوګر ، وردګ، لغمان او نورستان پوهنتونونه او د لوړو زده کړو مؤسسې د شرعیاتو بستونه اعلان ته سپاري او یادو بستونو لپاره په شرایطو برابرو داوطلبانو ته اړتیا لري. 

پکتیا پوهنتون (۱۰) کادري بسته. ( ازموينه یې پکتیا پوهنتون کې اخېستل کیږي) .

لغمان پوهنتون (۱۰) کادري بسته ( ازموينه یې ننګرهار پوهنتون کې اخېستل کیږي) .

پکتیکا لوړو زده کړو مؤسسه (۱۰) کادري بسته اولوګر لوړو زده کړو مؤسسه (۱۰) کادري بسته ( ازموينه یې پکتیا پوهنتون کې اخېستل کیږي(

وردګ لوړو زده کړو مؤسسه (۱۰) کادري بسته (ازموينه یې پکتیا پوهنتون کې اخېستل کیږئ).

نورستان لوړو زده کړو مؤسسه (۱۰) کادري بسته.( ازموينه یې ننګرهار پوهنتون کې اخېستل کیږي ).

     د کادري بستونو شرایط:

ـ هغه داوطلبان چې د ماسټرۍ او دوکتورا ترڅنګ د لویې دورې/ تخصص اسناد ولري په ازموینه کې لومړیتوب ورکول کېږي.

ـ د لویې (عالمیې) دورې څخه فارغ وي او ترڅنګ یې لېسانس کړی وي او اسناد په لاس ولري، یادو بستونو ته په نوم لیکنه کې لومړيتوب لري.

ـ د شرعیاتو پوهنځیو هغه فارغان باید د ماسټرۍ اسناد ولري او یا هم د لېسانس ترڅنګ تر وړې (عالیې) دورې پورې یې دیني زده کړې کړې وي او سند په لاس ولري.

ـ په شرايطو برابر هغه داوطلبان چې عمر يې له ( ۵۵ ) کلونو زیات نه وي، کولای شي پورته بستونو ته نوم ليکنه وکړي.

   په شرایطو برابر داوطلبان کولای شي، چې د ۶ / ۵ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۷ /  ۵ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې، یادو علمي کادري بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړوندو پوهنتونونو ته وسپاري.

د تحریري ازموینې منابع:

د تحریري ازموینې منابع: ۱ـ تفسیراحکام القرآن للجساس ۲ـ ترمذي شریف(کتاب الصلاة)  ۳ـ شرح العقاید (لومړی حصه)   ۴ـ حسامي (کتاب الله) ۵ـ هدایه (کتاب البیوع)  ۶ـ السیرة النبویة دروس وعبر.

د تقریري ازموینې منابع:

۱ـ تجوید (تلاوت)  ۲ـ مشکوة شریف (کتاب العلم)  ۳ـ شرح وقایه (کتاب الصلاة).

یادونه: د یادو بستونو لپاره نوم لیکنه اړونده پوهنتون کې ترسره کېږي او له نوم لیکنې وروسته به يې ازموینه اړونده زون په مرکزي پوهنتون کې اخېستل کېږي