د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي کادري بست اعلان !

Closing Date
کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د څلورم او درېيم ځل لپاره په لاندې څانګه کې د ۱۴۴۴ هـ ق کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري:
د کمپیوتر ساینس پوهنځی:
د معلوماتي تکنالوژي ډيپارټمنټ (۱) بست ـ نارینه وو لپاره.
داوطلبان کولای شي، چې د ۹ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق څخه تر ۲۰ / ۱ / ۱۴۴۴ هـ ق نېټې پورې یادو علمي کادري بست ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره دې اړونده پوهنتون ته وسپاري.