د غزني تخنیکې پوهنتون علمي کادري بستونه
Publish Date
Closing Date
د غزني تخنیکې پوهنتون د ۱۴۰۰ لمريز کال له پاره په لاندې برخه کې علمي کادري بست اعلانوي او د یاد بست له پاره د لېسانس، ماسټرۍ اویا دوکتورا په کچه علمي کادر ته اړتیا لري:
د کانو او جیولوجي انجنیري پوهنځی
د سیول انجنیري څانګه (۱) بست دریم ځل
داوطلبان کولای شي د ۱۴۰۰ لمريز کال د وری (حمل) له (۱۵) نېټې د ۱۴۰۰ لمريز کال د وری (حمل) تر(۲۵) مې نېټې پورې یادو بستونو ته د علمي کادر له پاره د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې ډکې، د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د همدې اعلان کاپي دې د وزارت له وېبپاڼې څخه کاپي کړي او د خپلې تذکرې له کاپي سره يې دې اړوندې پوهنتون ته وسپاري.