په شیخ زاید پوهنتون کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق پروسه پيل شوه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۲ - ۱۰:۴۴
ل

د شیخ زاید پوهنتون په کادري روغتون کې د کرونا ویروس واکسین د تطبیق بهیر د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو لپاره پیل شو .

د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال پوهنیار محمد داود بابکرخیل د یاد واکسین ښيګڼو ته په اشارې سره وویل: « د یو مصئون تحصیلي چاپیریال رامځنته کولو لپاره باید ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادان، محصلان او کارکوونکي خپل ځانونه واکسین کړي او پوهنتون ته د ننوتو پر مهال د واکسین کارت له ځان سره ولري

د یادونې وړ ده، چې د نورو ولایتونو محصلین کولی شي، د خپل ولایت اړوند روغتیایي مرکزونو کې ځانونه واکسین کړي او د واکسین کارت له ځان سره ولري، څو پوهنتون ته د داخلیدو پرمهال له ستونزو سره مخ نه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۱ - ۴:۵۲
Background image

د دیني مدرسو لسګونو زده کوونکو او زده کړیالانو په یوه ناسته کې د ا.ا.ا له پروګرامونو ملاتړ اعلان کړ

د ټولنې له مختلفو برخو ښځې او نجونې چې دیني مدرسو زده کوونکې او زده کړیالانې پکې وې، د کابل ښوونې او روزنې په پوهنتون کې راغونډې شوې وې او د مختلط تعلیمي او تحصیلي چاپېریال په مخنیوي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۱۶ - ۱۱:۳۰
Background image

د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینو د څرنګوالي په اړه ناسته وشوه

د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو بنسټونو د مختلفو برخو د کانکور ازموینې د څرنګوالي په موخه، د زده کړیالانو چارو د سرپرست معین تر مشرۍ لاندې ګډه ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د ازموینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۱۵ - ۴:۴۵
Background image

د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږۍ په پار، ناسته وشوه

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ عبدلباقي حقاني په مشرۍ، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د حضوري درسونو د پیل د څرنګوالي د لا ښې همغږي په پار، د یادو  تحصیلي بنسټونو له مسوولانو سره ناسته. . .

BACK TO NEWS