You are here

لید لوری، رسالت او موخې

لیدلوری

د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د لوړو زده کړو یوکیفیت لرونکی نظام رامنځته کول چې د افغانستان ټولنیزې پراختیا پر وړاندې ځواب ویونکی وي، د مالي اواکاډمیکې خپلواکۍ پربنسټ وړ کادرونه وروزي اوپه نړیوالو معیارونو برابر او په معاصرې تکنالوژۍ مجهز او د افغاني او سلامي ارزښتونو سره سم تحصیلي، ټولینزو، علمي، څېړنیزو اوکلتوري خدمتونه ټولنې ته وړاندې کړي.

رسالت

انډولیزه پراختیا، د کار بازار اړتیا ته په پام  باکیفیته لوړو زده کړو ته عادلانه لاسرسی، د ماهرو او ژمنو کادرونو روزنه، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو، او کلتوري ستونزو حل کې ونډه اخیستنه او د هېواد د اړتیاوو له منځه وړلو په موخه د علمي څېړنو پر لاره اچولو او د  علمي او تحصیلي خدمتونو وړاندې کول د لوړو زده کړو وزارت له عمده موخو څخه ګڼل کېږي.

موخې 

۱ـ  د بشپړې علمي اداري او مالي خپلواکۍ پر بنسټ؛ افغانستان کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو سیستم د کیفیت لوړوالی.

۲ـ د هېواد لوړو زده کړو موسسو کې د علمي کادر غړو علمي ظرفیت او تحصیلي سویې لوړوالی.

۳ـ په دوامداره توګه د تحصیلي نصاب پراختیا چې په ملي کچه د هېواد د علمي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي اړتیاوو ځواب ویونکی وي.

۴ـ شرایط بشپړونکو پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو رامنځته کول او پیاوړي کول.

۵ـ  نړیوالو معیارونو سره سم لوړو زده کړو موسسو کې د کیفیت لوړوالي پروګرامونو پراختیا.

۶ـ د پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو بېخ بناګانو پراختیا.

۷ـ د لوړو زده کړو شمولیت سیستم معیاري کول او ښه والی

۸ـ د پوهنتونونو اړوندو تدریسي روغتونونو کې د تدریسي لابراتوارونو او څېړنو پراختیا.

۹ـ  برېښنایي بېخ بناګانو رامنځته کول او پراختیا او د زده کړو ښه والي او غوره حکومتولۍ کې د مالوماتي تکنالوژۍ د رول پیاوړتیا.

۱۰ـ د هېواد، سیمې او نړۍ پوهنتونونو سره د علمي همکاریو په موخه د تړونونو رامنځته کول او د علمي کادر غړو اومحصلانو تبادله.

۱۱ـ د غوره علمي ، څېړنیزو فعالیتونو او ښه ژوند کولو په موخه  د علمي کادر غړو لپاره د کار غوره شرایط چمتوکول.

۱۲ـ د سمو مطالعاتو پر بنسټ د محصلانو د ژوند کولو وضعیت کې د  ښه والي په موخه د لازمو ګامونو اوچتول.

۱۳ـ تدریسي ژبې په توګه د انګلیسي ژبې د پروسې د تطبیق پیل.

۱۴ـ د فساد پر وړاندې دوامداره مبارزه.

۱۵ـ جندر پالیسي ګانو تطبیق کولوته جدي پاملرنه.

۱۶ـ په دوامداره توګه د لوړو زده کړو قوانینو، مقرراتو اوطرزالعملونو بیا کتنه او سمون.

۱۷ـ د عایداتي سرچینو پېژندنه او تطبیق (private-public partnership)

۱۸ـ ملي لومړیتوب څانګو ته پاملرنه.